پروان؛ مرکز چاریکار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۹:۲۷
پروان؛ مرکز چاریکار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د نعمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د یاد فدراسیون ورزشي مشاور دین محمد ساپی، د پروان ورزشي امریت رهبري، لوبغاړي او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د نعمان لوبډلې خپلې سیالې وحدت خواجه سیاران لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې پرویز میرزاد غوره لوبغاړی، راشد ضیا د ډېرو ګولونو وهونکی او شعیب امید غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د پروان ولایت په کچه غوره لیګ ته د غوره لوبغاړو او لوبډلې موندل و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د پروان ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو او لوبډلې ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ رقابت‌های رزمی میان ۱۸ ورزشکار در شهر قلات برگزار شد

رقابت‌های سبک متحد ورزش‌های رزمی میان ۱۸ ورزشکار دو کلب، از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت زابل، در شهر قلات مرکز این ولایت برگزار شد.

این رقابت‌ها به‌مدت یک روز، در کتگوری سنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردک؛ رقابت‌های والیبال میان ۱۶ تیم در ولسوالی سیدآباد به پایان رسید

رقابت‌های والیبال میان ۱۶ تیم که از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت میدان وردک، در ولسوالی سیدآباد این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی تیم حکیم‌خیل به پایان رسید.

در بازی نهایی این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ رقابت‌های والیبال میان چهار تیم در شهر متون برگزار شد

رقابت‌های والیبال میان چهار تیم که از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت خوست، در شهر متون مرکز این ولایت برگزار شد، با قهرمانی تیم انتخابی تنی به پایان رسید.

در بازی نهایی این رقابت‌ها. . .

BACK TO NEWS