ورزشکارانو ته دې د پروټین د بې ځایه کارونې په برخه کې سیمنارونه وړاندې شي.

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۰:۳۲
ورزشکارانو ته دې د پروټین د بې ځایه کارونې په برخه کې سیمنارونه وړاندې شي.

نعیم پرهېز

دوشنبه، مرغومی ۶، ۱۴۰۰

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس نوراحمن تسکین د دې ولایت د عامې روغتیا له مسولینو سره لیدنه وکړه او د لوبغاړو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې په ځینو مسایلو ورسره خبرې وکړې.

نوموړي د عامې روغتیا مسولینو سره په خبرو کې وویل: د ورزشکارانو د سیالۍ پرمهال د احتمالي ستونزو د پېښېدو په برخه کې باید له وړاندې سهولتونه چمتو شي او په دې برخه کې مو همکاري اړینه ده.

ښاغلي تسکین د عامې روغتیا له مسولینو وغوښتل د هغو درملو په برخه کې ورسره مرسته وکړي کوم چې د لوبې پر مهال ورته اړتیا پېښېږي.

هغه له مسولینو د لوبو پر مهال د امبولانس او ډاکټر د شتون ترڅنګ وغوښتل چې د کلبونو استادانو او ورزشکارانو ته د پروټین د بې ځایه کارونې د زیانونو په برخه کې سمینارونه هم وړاندې کړي.

هېره دې نه وي چې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري ورته د بښپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS