هلمند؛ په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ناک اوټ سيالۍ د څپاند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې څپاند لوبډلې سيالې الماس لوبډلې ته د ۱/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.