هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې له دوو لوبډلو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د حاجي صابر لوبډلې خپلې سیالې قاري صفت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو بریا یې خپله کړه.
