میرویس امیني په جوزجان ولایت کې د سنوکر سیالیو اتل شو.
دغه سیالۍ دری ورځې مخکې د سنوکر 16 غوره لوبغاړو په ګډون پیل شوې وې.
چې په پای کې میرویس امینی لومړی, خالق مخلص دوهم مقام ، میرویس نظامی او احسان الله دریم او څلورم ځای خپل کړ.
د جوزجان ولایت چارواکو وویل چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف په جوزجان کې د سنوکر ورزشونو ته وده ورکول او په هیواد کې د سولې له پروسې ملاتړ کول دي.
