زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سيالۍ د هريرود لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې هريرود لوبډلې سيالې استقلال لوبډلې ته ۰/۲ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۴ ورځې دوام وکړي.