زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د فول رزم ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې په څلورو عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې په ځوانانو کې څلور تنه، په نويو ځوانانو کې هم څلور تنه او په مشرانو کټګورۍ کې بيا دوه تنه، چې ټول لس ورزشکاران کېږي، د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.