زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار په میرویس نیکه پوهنتون کې د شپږو پوهنځیو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اقتصاد پوهنځي لوبډلې خپلې سیالې ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د محصلانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
