زابل؛ مرکز قلات ښار کې د دوه کلپونو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کټګوریو کې د دوه کلپونو د ۲۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ دپانکریشن سیالۍ تر سره شوی.
په دغو سیالیو کې د استاد حبیب الرحمن او استاد الهام کلپونو لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پای کې د استاد الهام کلپ لوبغاړو د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دغه سیالۍ پانکرېشن لوبو ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
