د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوکوهنې د ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوکوهنې د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د کابل ولایت په لومړي او بلخ ولایت لوبډلې په دويم مقام تر لاسه کولو سره پاى ته ورسېدې.
د سوکوهنې ملي لوبډلې د غوراوي په دغو سياليو کې ٢٦ تنو ورزشکارانو ملي لوبډلې ته لار وموندله.
د دغو سياليو په ترڅ کې د کابل لوبډلې لومړى مقام خپل کړ، چې ١٥ تنو ورزشکارانو يې د سوکوهنې ملي لوبډلې ته لار وموندله همدا راز بلخ دويم، ننګرهار درېيم، کندهار او فارياب ولايتونو لوبډلو په ګډه څلورم مقام خپل کړ.
د سوکوهنې ملي لوبډلې د غوراوي سياليو د پاى په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزيروال له ولايتونو څخه راغلو ورزشکارانو ته په خبرو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په درېيم ځل يې هم د ملي سياليو د ترسره کېدو لپاره ننګرهار ولایت ته لومړیتوب ورکړ.
ښاغلي وزيروال په راتلونکې کې هم د ملي سياليو د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.
نوموړي همداراز له ټولو هغو کسانو څخه هم مننه وکړه، چې د سوک وهنې ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې- ځلې وکړې.
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوکوهنې ملي لوبډلې په دغو سياليو د ٢٥ولايتونو ١٨٨ ورزشکاران ګډون درلود، چې اته ورځې يې دوام وکړ.
په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته د ورزش مسوولینو له لوري مډالونه هم ورکړل شول.
