د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوک‌وهنې د ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې 

Afzal-af
Sun, Jan 08 2023 1:55 PM
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوک‌وهنې د ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې 

د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوک‌وهنې د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د کابل ولایت په لومړي او بلخ ولایت لوبډلې په دويم مقام تر لاسه کولو سره پاى ته ورسېدې. 
د سوک‌وهنې ملي لوبډلې د غوراوي په دغو سياليو کې ٢٦ تنو ورزشکارانو ملي لوبډلې ته لار وموندله. 
د دغو سياليو په ترڅ کې د کابل لوبډلې لومړى مقام خپل کړ، چې ١٥ تنو ورزشکارانو يې د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته لار وموندله همدا راز بلخ دويم، ننګرهار درېيم، کندهار او فارياب ولايتونو لوبډلو په ګډه څلورم مقام خپل کړ. 
د سوک‌وهنې ملي لوبډلې د غوراوي سياليو د پاى په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزيروال له ولايتونو څخه راغلو ورزشکارانو ته په خبرو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په درېيم ځل يې هم د ملي سياليو د ترسره کېدو لپاره ننګرهار ولایت ته لومړیتوب ورکړ. 
ښاغلي وزيروال په راتلونکې کې هم د ملي سياليو د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ. 
نوموړي همداراز له ټولو هغو کسانو څخه هم مننه وکړه، چې د سوک وهنې ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې- ځلې وکړې. 
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوک‌وهنې ملي لوبډلې په دغو سياليو د ٢٥ولايتونو ١٨٨ ورزشکاران ګډون درلود، چې اته ورځې يې دوام وکړ.
په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته د ورزش مسوولینو له لوري مډالونه هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS