د تکواندو فدراسیون لخوا د پومسی روزنیز سمینار پیل
د تکواندو فدراسیون لخوا د پومسی روزنیز سمینار پیل
دا سمینار د شنبې په ورځ د جدی په 13 د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت او د فدراسیون په تالار کې د ملي سرود غږولو سره پیل شو.
دغه سمینار چې د دریو ورځو لپاره په لاره اچول شوی و ، د تکواندو فدراسیون پنځوس تنو روزونکو برخه اخیستې وه.
د سیمینار په پیل کې د تکواندو فدراسیون رییس ډاکټر نجیب الله سکندر د روزنېزی برنامې د فدراسیون د کارمندانو تخنیکي ظرفیتونو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې او زیاته یې کړه ، چې د سمینار هدف په پومسی برخه کې د تکواندو معیاري کول وو.
د پومسی او د تکواندو فدراسیون د استادانو محترم کمیټې ، ښاغلي سید ظریف هاشمي ، ښاغلي بادام ګل سروري ، ښاغلي محمد کوهدامني ، ښاغلي سید رستم اغا او ښاغلي محمد نور امیري د تکواندو ملي فدراسیون ښوونکي د نظر لاندی ترسره شو.