د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د سلواغې مياشتې پر لومړۍ نېټې د شنبې په ورځ دوه بجې ترسره کړه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۲:۲۵
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د سلواغې مياشتې پر لومړۍ نېټې د شنبې په ورځ دوه بجې ترسره کړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د دې ادارې د رئيس ښاغلي انجنير نظر محمد مطمئن په مشري د شنبې پر ورځ(سلواغې ۱) تر سره کړه. په دې مجلس کې، حافظ احمد جان د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي معاون، محترم عبدالودود حقاني اداري او مالي رئيس، عبدالمومين راد د فني او مسلکي رياست رئيس، انجنير محمد حنيف حنفي د پلان او پاليسۍ رئيس، محترم محمد الله احساس د دفتر رياست رئيس، الله محمد اتل مشواڼي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس، انجنير سيد رسول افغاني د  بدني روزنې او سپورټ رياست مشاور،حيات الله رحماني د بدني روزنې او سپورټ رياست مشاور او د داخلي تفتيش آمر مليار نيازيوال ګډون  کړی و. 

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د سلواغې مياشتې پر لومړۍ نېټې د شنبې په ورځ دوه بجې ترسره کړه                         
غونډه د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د غونډې اجنډا له ګډونوالو سره شريکه شوه.په اجنډا کې لومړی بحث په کونړ ولايت کې  د سپورټي ځمکې پر اړه و، چې د کرکټ لوبغالی ورباندې جوړ شوی دی. پر دې اړه پرېکړه وشوه، چې يو درې کسيز پلاوی دې، چې په ترکيب کې يې ښاغلی حيات الله رحماني، ښاغلی سيد رسول افغاني او انجنير حکمت الله شامل دی، نوموړي ولايت ته سفر وکړي او د يادې موضوع د حل و فصل لپاره دې له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي. راپور دې په بله ناسته کې شريک شي. 
په ناسته کې دويم بحث پر دې وشو، چې په نورو ولايتونو کې هم د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د ځمکو ستونزې موجودې دي او د دې ايجاب کوي، چې يو پلاوی په عمومي ډول د ټولو ولايتونو د يادو ستونزو د حل لپاره وټاکل شي. د جلسې د پرېکړې له مخې يو درې کسيز پلاوی،د ښاغلي انجنير سيد رسول افغاني په مشري چې ښاغلی حيات الله رحماني او د پلان او پاليسۍ يو تن انجنير به هم ورسره وي، وټاکل شو. ياد پلاوی به د ستونزو د حل لپاره د اړتيا په وخت ولايتونو ته هم سفر کوي.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست خپله اداري ناسته د سلواغې مياشتې پر لومړۍ نېټې د شنبې په ورځ دوه بجې ترسره کړه                              
په جلسه کې درېيمه موضوع د نقليه وسايطو د پارکينګ د ځای ټاکلو او د څپرې د جوړولو وه. چې د اداري  ناستې د پرېکړې پر اساس د رياستونو د وسايطو لپاره دې پارکينګ ځای تعين او د څپرې لپاره دې د نظارت آمريت سکېچ او بر آورد چمتو او همدارننګه دې د مراجعينو د وسايطو لپاره د پارکينګ ساحه تعين شي. له پلان او پالیسۍ رياست، فني او مسلکي رياست او ټرانسپورټ مديريت څخه دې يو- يو تن د يادو ساحو د تعين په موخه د پلاوي په توګه وټاکل شي او پايلې دې له مقام سره شريکې کړي.
په دې اداري مجلس کې وروستی بحث د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست اړوند د ځينو فدراسيونونو د ادغام پر اړه و. د اداري مجلس د پرېکړې پر اساس د ځينو فدراسيونو د ادغام موضوع د حل په موخه ښاغلي عبدالمومن راد، ښاغلی جانعلم حسني او ښاغلی محمد اعظم کوهي لاس په کار شي او پايلې دې له مقام سره شريکې کړي. 
ناسته مازيګر مال ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

برگزاری رقابت‌های دوش میان ۲۵ ورزشکار در زابل

رقابت‌های دوش میان ۲۵ ورزشکار از سوی نمایندگی فدراسیون اتلتیک در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت زابل، در شهر قلات مرکز این ولایت برگزار شد.

این رقابت‌ها در فاصله ۴۰۰ کیلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

آغاز چهاردهمین دور مسابقات پنگ‌پانگ با اشتراک هفتاد ورزشکار در کابل

چهاردهمین دور رقابت‌های پنگ‌پانگ، از سوی فدراسیون ملی این رشته و جمعیت هلال احمر افغانی، با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، میان هفتاد ورزشکار از نهادها، موسسات و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۲۷
Background image

آغاز رقابت های ووشو با اشتراک ۱۰۰ ورزشکار در کابل

رقابت های ووشو با اشتراک ۱۰۰ ورزشکار از سوی فدارسیون ملی این رشته و به حمایت مالی جمیعت حلال احمر افغانی در همکاری با ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و وررش کشور، در جمنازیوم ورزشی ووشو. . .

BACK TO NEWS