د افغانستان د اسلامي امارت د خوست ولایت ورزشي امریت په چوکاټ کې د کبډي فدراسیون له لوري د خپل وطن ګل وطن تر نوم لاندې د څلورو پیاوړو کلبونو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل کیږي.
هغه مراسم ،چې په همدې موخه پرونپه ورزشي امریت کې ترتیب شوي وو، پکې خوست ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ دخوست ولایت دکبډي پیاوړلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
دغه ټورنامینټ به دحکیم تڼیوال په پارک کې هر مازدیګر څلور بجې پیل کیږي ، چې د پخوا په څېر به ورته په سلګونو تماشه کوونکي راځي .
