خوست : هغه لوبغاړي وستایل شول ،چې د ۳۱۳ بدري قطعې په افتخار مسابقاتو کې یې افتخارات خپل کړي وو.

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۸:۵۷
خوست : هغه لوبغاړي وستایل شول ،چې د ۳۱۳ بدري قطعې په افتخار مسابقاتو کې یې افتخارات خپل کړي وو.

هغه مراسم ،چې نن ورځ د خوست ولایت په ورزشي امریت کې د پاورلفټینګ رشتې د لوبغاړو په افتخار نیول شوي وو، پکې د خوست ولایت ورزشي امر عطا الله کډوال ، د پاورلفتینګ رشتې مسؤول فیض محمد ګلاب دوست، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

په پیل کې دخوست ولایت ورزشي امر عطا الله کډوال د ښه راغلاست او مبارکۍ وینا واوروله او دوی ته یې په مختلفو برخو کې د ورزش دپرمختګ د اسانتیاوو ډاډ ورکړ.

کډوال هغو لوبغاړو ته ،چې په مرکز کابل کې د ۳۱۳ بدري قطعې په ویاړ جوړو شویو مسابقاتو کې یې د خوست ولایت نوم ځلولی وو، په نېک نوم یاد کړل .

له کډوال وروسته د خوست د پاورلفټینګ رشتې مسؤول فیض محمد ګلابدوست خبرې وکړې ، نوموړي د خپل سفر ګذارش واوراوه او د لوبغاړو د پوره امادګۍ یې وویل ،چې ټول په پوره امادګۍ سره دې مسابقاتو ته تللي وو.

ورپسې استاد واحد الله امانزوی خبرې وکړې ، نوموړي وویل ،چې تل به د خوست او هېواد د نوم ځلولو په موخه هلې ځلې کوي او دا ځل یې هم په ازاد وزن کې خوست قهرمان کړی .

په پای کې د ورزشي ادارې له لوري برابرې شوې تقدیر نامې لوبغاړو ته ورکړل شوې او همدارنګه مډالونه غاړو ته ورواچول شول .

مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS