خوست: د کان او سوکیوکوشین کراټې سبکونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت ترڅنګ په سرپټي جمنازیوم کې د یاد امریت اړوند د سو او کان کراټو رشتو د اووه کلبونو اویا ۷۰ لوبغاړو ترمنځ په لسو وزنونو کې سیالۍ ترسره شوې.
د دې سیالیو په پای کې د سوکیوکوشین مرکزي کلب د ۲۵ مډالونو په ترلاسه کولو اول مقام او د کیوکوشین کان کراټې مرکزي کلب د ۱۲ مډالونو په خپلولو سره دویم مقام ترلاسه کړ.
په دې سیالیو کې سردار علي باوري اول مقام، سباوون دویم مقام ، نیاز ولي سنګین درېیم مقام خپل کړ.
په یادو سیالیو کې د غوره اخلاقو کپ شمس الله نوراني ته ورکړل شو.
