بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سیالې وطن دوستانو لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو د ليرې والي په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.