افغان ورزشکارانو د ووشو اسیایي سیالیو څخه د برنزو دویم مډال هم وګاټه
د ووشو شانګهای سازمان اسیایي سیالیو کې شهزاده صافي قزاقستاني سیال ته په ۵۶ کیلو ګرام وزن کې ماته ورکړه او د برنزو مډال یې په خپل نوم کړ.
نوموړی به سبا( یکشنبه، د چنګاښ ۷مه) د سپینو زرو مډال پر سر له هانکانګي سیال سره لوبه وکړي.
له دغو سیالیو څخه د برنزو لومړی مډال په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې محمد خالد هوتک ګټلی.
یادې سیالۍ د چین په کوربتوب د ۱۸ هېوادونو په ګډون در روانې میلادي میاشتې پر ۲۶مه پیل شوي او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولي ۶ورزشکاران ګډون پکې لري.
