بلخ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې شپې يې دوام وکړ د احمد خان خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې احمد خان خپلواک لوبډلې خپلې سیالې کودوبرق لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
