هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې آزاد لوبډلې د ٤ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې خوشحال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
