خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د جمال لیزر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جمال لیزر لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې ټنډي کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
