پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مدت خېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مدت خېل لوبډلې د ۵ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۱ ورځې یې دوام وکړ.
