د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠٢٦ اسیا ملتونو جام دویمه لوبه کې مالیزیا ته هم ماته ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠٢٦ اسیا ملتونو جام سیالیو په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ٧ - ٠ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه.
افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه( د سلواغې، ١٢مه) له ایران سره ترسره کړي.
دغه سیالۍ د اندونیزیا په کوربهتوب په جاکارتا ښار کې د ١٦ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ٢٧مه پیل شوي او د فبروري تر ٧مې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره سیالۍ کوي.
