بلخ ؛ مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۲ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوه
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له دوو لوبډلو د ۱۲ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوه.
په دغو سیالیو الف لوبډلې د ۱۲ پر ۸ نمرو په توپیر خپلې سیالۍ ب لوبډلې ته ماتې ور کړه او د سیالۍ اتلولي يې په خپل نوم کړه.
