بلخ؛ په شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت شورتپې ولسوالۍ په بوز اریق کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰جوړو لوبې مساوي او ۴۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
