د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د بدخشان ولايت له ورزشي مسولينو سره وليدل

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۹ - ۲۲:۳۸
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د بدخشان ولايت له ورزشي مسولينو سره وليدل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د بدخشان ولايت د ورزشي آمريت له کارکوونکو او د ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره وليدل او د دوی ستونزې يې واورېدې.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ياد ولايت ته د‌ هېواد د ورزش ادارې د ورتګ هرکلی يې وکړه.

ورپسې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د ياد ولايت د ورزشي ادارې او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له‌ استازو سره په وينا او خبرو کې د هغوی ستونزې پر ځای وبللې او له دوی سره يې ژمنه وکړه، چې د ورزش اداره به يې ستونزو ته تر خپل توانه پورې رسيدګي کوي.

نوموړي همداراز د‌ ياد ولايت د ورزشي فدراسيونونو له مسولينو مننه وکړه، چې د ورزش د ودې په برخه کار کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۶
Background image

مسابقات بزکشی با اشتراک چاپ‌اندازان از سه ولایت کشور در ولسوالی برکه ولایت بغلان پایان یافت

رقابت‌های بزکشی از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان میان هشتاد چاپنداز از ولایت‌های تخار، خوست و بغلان که از دو روز به اینسو به میزبانی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۵
Background image

برای تازه ترين خبرهای ورزشی روز صفحه فيسبوک ما را دنبال کنيد!

 

برای تازه ترين خبرهای ورزشی روز صفحه فيسبوک ما را دنبال کنيد!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

BACK TO NEWS