پکتیا کې د ووشو ۳۰ لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سمینار وړاندې شو
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ووشو فدراسیون ۳۰ لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سمینار وړاندې شو.
دا سیمینار د ووشو ورزش ته د ودې او پرمختګ په موخه د استاد نثار احمد کاظمي لخوا ترسره شو، چې ګډون کوونکو لوبغاړو ته د ووشو په برخه کې هر اړخیز معلومات په نظري او عملي ډول وړاندې شول.
