ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سپین غر ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سولې اتلانو او نو آباد سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. نو آباد سټار لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وکړه او په ټاکلو شپږو اورنو کې یې د څلورو لوبغاړو پهٔ له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٠ منډو هدف وټاکه. د سولې اتلانو لوبډلې یاد هدف د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
ټاکل شوې چې يادې سيالۍ به یوه نیمه میاشت دوام وکړي.
