په کابل کې د سرې میاشتې نړیوالې ورځې په مناسبت د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د پنګ پانګ سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ د سرې میاشتې نړيوالې ورځې په مناسبت د کابل په کچه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د پنګ پانګ دیارلسم پړاو سیالۍ د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د یاد ریاست د نورو څانګو امرینو، د پنګ پانګ فدراسیون استازو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: سره میاشت نه یوازې دا چې د هیواد په کچه د بېوزله هیوادوالو ملاتړ کوي، ترڅنګ یې تل له روزشکارانو ملاتړ کړی او ورزش ته یې هڅولي دي.
ښاغلي ځدران په افغانستان کې د سرې میاشتې نړۍوالې ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ورزش په برخه کې خپله همکاري جاري ساتي او ترڅنګ یې په مخابراتي شبکو غږ وکړ چې د ورزشکارانو حمایت وکړي او په ورزشي برخه کې د ورزشکارانو تر شا ودرېږي.
ورپسې د سرې میاشتي ټولنې استازي عارف الله منصوري خبرې وکړې او د ورزشکارانو د ملاتړ په موخه یې د خپلې همکارۍ ډاډ وړاندې کړ، ده همدا راز وویل چې دغه سیالۍ په افغانستان کې سرې میاشتې موسسې د مشرتابه په غوښتنه ترسره کېږي او درې ورځې به دوام وکړي.
هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د ۱۸ لوبډلو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په درې سني کټګوریو کې ترسره کېږي او موخه یې د سرې میاشتې نړيوالې ورځې لمانځل او په پای کې به له همدې سیالیو څخه د کابل په کچه منتخبې لوبډلې ته غوره ورشکاران هم وټاکل شي.
