ننگرهار؛ خېر بندۍ لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲۴
ننگرهار؛ خېر بندۍ لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري په گوشتې ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خېر بندۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د چمن آباد او خېر بندۍ لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې چمن آباد لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف کېښود، د خېر بندۍ لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه‌.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه د پخوانيو دودونو ساتل او له نظام څخه ملاتړ ياد شوي و، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۳
Background image

اداره ورزش کشور از ورزشکاران مدال‌آور پرورش اندام افغانستان تقدیر کرد

اداره ورزش کشور طی محفلی ویژه، از ورزشکاران تیم ملی پرورش اندام کشور که با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش در رقابت‌های آسیایی در کشور تایلند، اشتراک کرده و با دستاوردهای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

تخار؛ پایان رقابت های والیبال میان ۱۴ تیم در ولسوالی ینگی قلعه

رقابت های والیبال میان ۱۴ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در ولسوالی ینگی قلعه به پایان رسید.

در فینال این رقابت ها تیم وادی جلگه. . .

BACK TO NEWS