په کندز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري د ۲۰ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ستاره سادات لوبډې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د یوه صفر په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې د یادو سیالو موخه د یاد ولایت په کچه د فوټبال غوره لیګ سیالیو لپاره چمتو والی دی.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
