د ننګرهار الفتح واليبال سياليو په دوام پنځه سيالۍ تر سره شوې
په ننکرهار ولايت کې د الفتح په نوم دواليبال سياليو په دوام، چې د ۹ ولايتونو لوبډلو پکې ګډون کړی دی پنځه لوبې ترسره شوې.
لومړۍ سیالي د سپین غر او ننګرهار ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د ننګرهار ښاروالۍ لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په ګټلو سره بريا خپله کړه، ورپسې د کوټ او دره نور لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې په پايله کې دره نور والیبال لوبډلې ۲-۰ په توپير وګټله.
دریمه سیالي د چپرهار منتخبې او ګردي غوث والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د چپرهار منتخبې والیبال لوبډلې ۲-۰ په توپير سره خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
څلورمه سیالي د اتحاد ب او بټي کوټ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اتحاد ب والیبال لوبډله وتوانېده چې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲-۰ په توپير سره ماتې ورکړي او بريا پر خپل نوم کړي او د نن ورځې ورستۍ سیالي د دره نور او ننګرهار ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پايله کې دره نور والیبال لوبډلې ۲-۰ په توپير سره بريا خپله کړه.
په دغو سياليو کې د ۹ ولايتونو څخه ۲۸ويشتو لوبډلو ګډون کړی چې څو اونۍ به وخت ونيسي، یادې سیالۍ د الفتح په نوم د ورزشکارانو د یووالي او ولایاتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په موخه په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې دي.
