پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د فول کنټاکټ سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کنټاکټ سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
