خوست کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ پای ته ورسېد
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لکڼ ايوب خېلو سيمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ چې يوه مياشت مخکې پيل شوی و د الهام بديخېل کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو په پايلوبه کې الهام بديخېل کلب لوبډلې خپلې سيالې څاروان کلب لوبډلې ته د ۳۰-۲۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
