کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د درېیمې حوزې اړوند کوټه سنگي سيمه کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک تشويقي سيالۍ پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو کې وشوې، چې په پايله کې يې بصير محمد کلب لومړی، موسی زماني کلب دويم او فواد بدخشي کلب بيا درېيم مقام خپل کړ.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ په آماتور بڼه ترسره شوې، چې موخه يې د ورزشکارانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل وو.
