کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۵
کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د درېیمې حوزې اړوند کوټه سنگي سيمه کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک تشويقي سيالۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو کې وشوې، چې په پايله کې يې بصير محمد کلب لومړی، موسی زماني کلب دويم او فواد بدخشي کلب بيا درېيم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ په آماتور بڼه ترسره شوې، چې موخه يې د ورزشکارانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د درېیمې حوزې اړوند کوټه سنگي سيمه کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

بلخ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای پنځم پړاو سيالۍ وشوې.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۶
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پایله کې د ۷ جوړو. . .

BACK TO NEWS