هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د صفار لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې صفار لېسې لوبډلې د ۴ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې نور سخي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
