د کرېکټ له نوولس کلونو کم عمره لوبډلې اسټرالیا ته ماته ورکړه.
د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه استرالیا ته په دوستانه سیالۍ کې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
دغه لوبډله به خپله دویمه دوستانه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د جنوري ١٤مه) له سریلانکا سره وکړي.
له نوولس کلنو کم عمره نړۍوال جام سیالۍ د شپاړس لوبډلو په ګډون په څلور ګرويونو کې د زیمبابوې او نامیبیا هېوادونو په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې پر ١٥ مه پیلېږي او د فبروري تر ٦مې به دوام وکړي، چې افغانستان به D ګروپ کې له ټانزانیا، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
