د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو د کندز لوبډلې په بريا پيل شو
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول افغانستان ليگ اووم پړاو سياليو لومړۍ ورځ د کندز، بدخشان او سرپل لوبډلو په برياوو پای ته ورسېده.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې کندز لوبډلې خپلې سيالې بلخ لوبډلې ته د ۴ پر ۱ امتيازونو په توپير، دويمه لوبه کې بدخشان لوبډلې سيالې باميان لوبډلې ته د ۱۷ پر ۴ امتيازونو په توپير او درېيمه لوبه کې بيا سرپل لوبډلې خپلې سيالې سمنگان لوبډلې ته د ۱۰ پر ۳ امتيازونو په توپير سره ماتې ورکړې او په دغه ليگ کې يې لومړنۍ بریاوې يې خپلې کړې.
د ويلو ده، چې د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سيالۍ به د بهرنيو لوبغاړو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنګان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
