لغمان؛ په مرکز مهترلام کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکس ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د لغمان ولايت د بدنی روزنې او ورزش امريت اړوند د بوکس فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز مهترلام کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکس ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې د ياد ولايت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل وو يوه ورځ يې دوام وکړ او په پايله کې په مختلفو کټګوريو کې ۳۰ ورزشکاران د ياد ولايت په کچه منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
