پکتیا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند نېزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په لاین سینګل او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې په ترتیب سره حاجي کشمیر د ۲۸ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړۍ، حاجي ظفر د ۲۲ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او شیرشاه د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.
