خوست؛ غرغښت لېسې لوبډلې د معارف جام کرېکټ ليگ سیالیو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د معارف ریاست له لوري د ياد ولايت په مرکز ۱۲۰۰ فامیلیو پارک کې د ۲۰ ښوونځیو ترمنځ د "معارف جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ ليگ سيالۍ د غرغښت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د غرغښت او الفتح لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه غرغښت لېسې لوبډلې وگټله او لومړی يې سيالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، الفتح لېسې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب غرغښت لېسې لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو لوبډلو په توپير وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو دوې اوونۍ دوام وکړ او په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
