زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د هجران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې هجران لوبډلې خپلې سيالې خاکسار لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې اته ورځې يې دوام وکړ.
