بلخ ؛ حیرتان ښار ګوټي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په حيرتان ښارګوټي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ سوپر رویال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سوپر رویال لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې نقیب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د بلخ ولايت واليبال ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ .
