کابل کې د ټولشموله ورزشونو لومړنی ورزشي جشن ترسره شو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۸:۵۵
کابل کې د ټولشموله ورزشونو لومړنی ورزشي جشن ترسره شو

​​کابل کې د ټولشموله ورزشونو لومړنی ورزشي جشن ترسره شو

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ټولشموله ورزشونو آمريت له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د کابل ولايت، پغمان ولسوالۍ په باغ بالا ماڼۍ کې د ورزش د ودې او ټولنه کې دودولو په موخه د « روشن، ورزش د ټولو لپاره» په نوم لومړی پړاو ورزشي جشن ترسره شو.

په دغه ورزشي جشن کې، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست لوی رئيس، مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د دې ادارې پخواني رئيس انجنير نظر محمد مطمئن، د رياست الوزراء د دفتر مرستيال مفتي مستقيم، د روشن مخابراتي شرکت د بازار موندنې مرستيال عبدالعزيز نيازي، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د تفتيش رئيس مولوي محمد هاشم ذاکر، د کابل ښاروالۍ فرهنګي رئيس قاري ولي ګل جواد، د ارګ د مطبوعاتو رئیس ملا محمد نسيم هلال، د حج او اوقافو د اطلاعاتو رئيس مولوي فضل محمد حسيني، د ميوند بانک رئیس مفتي عبدالله اخندزاده، ج.ه.ادي شخصيت سلمان اغا، ورزشي مسؤلينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د ياد ورزشي جشن ګډونوالو ته د وينا پر مهال د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق وويل، خوښ يم، چې نن د دغه ورزشي برنامي له امله د سلګونو خلکو په خوله خندا ده او دا يې د دې ادارې لپاره ستره لاسته راوړنه ياده کړه.

همدارنګه نوموړي، دغه ډول برنامې په خلکو کې د ورزش د فکر او دودولو لپاره ګټورې وبللې.

دغه راز ښاغلي وثيق زياته کړه، چې افغان ورزشکاران ښه استعدادونه لري، چې له امله يې په بېلابېلو نړيوالو سياليو کې د افغانستان په نوم زيات مډالونه ګټلي دي.

د ورزش ادارې د ټولشموله ورزشونو آمر محمد عارف پیمان، د دغه ورزشي جشن موخه په خلکو کې د ورزش دودول او د ورزش پر اهمیت د خلکو پوهول یاد کړل.

همدارنګه د روشن مخابراتي شرکت د بازار موندنې مرستيال، عبدالعزیز نيازي د جشن ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل، روشن مخابراتي شرکت تل د هېواد په بېلابېلو ورزشي، اقتصادي او خدمتي برخو کې فعاله ونډه اخيستې ده او تل يې د ورزش ملاتړ کړی دی.

په دغه ورزشي جشن کې د ځغاستې او رسۍ کشولو پر سياليو سربېره د فوټبال، د WTF تکواندو، پهلواني، جمناسټیک، تورې وهنې، پانکرېشن، بوکسېنګ، کونګ فو، پارکور، ووشو او يوني فايټ ورزشکارانو له لوري په زړه پورې نمايشات نندارې ته وړاندې شول، چې د مسؤلینو او خلکو له لوري وستايل شول.

د يادونې وړ ده، چې د ياد جشن په پايله کې د ځغاستې سيالۍ په برخه کې عبیدالله محمدزاده لومړی مقام، هدايت دويم او رامين درېيم مقام ترلاسه کړ. همدارنګه د رسۍ کشولو په سيالي کې د يوني فايټ لوبډلې پانکريشن لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې د مسولينو له لوري د ځغاستې سيالۍ اتلانو ته کپونه او د جشن برخه اخيستونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۵
Background image

غور؛ رقابت های لیگ دسته اول فوتبال ولسوالی شهرک با اشتراک ۱۰ در این ولسوالی پایان یافت

رقابت های لیگ برتر ولسوالی شهرک با اشتراک ۱۰ تیم، از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی شهرک پایان یافت.

در دیدار نهایی این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

دایکندی؛ مسابقات فوتبال با اشتراک ده تیم با قهرمانی تیم جوانان سرآب به پایان رسید

رقابت‌های فوتبال تحت عنوان جام صلح و دوستی از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان ۱۰ تیم که از چهار هفته به اینسو ادامه داشت، با قهرمانی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۱
Background image

کندز؛ مسابقات پهلوانی کورش با اشتراک هفتاد ورزشکار در ولسوالی قلعه زال برگزار گردید

رقابت‌های پهلوانی کورش از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کندز میان ۷۰ ورزشکار از مربوطات مرکز و ولسوالی‌های این ولایت برای مدت یک روز در ولسوالی. . .

BACK TO NEWS