پکتیکا؛ په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې دوه ورځې دوام وکړ، په پايله کې عمران لومړی، ايوب دوهم او محمد امین درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالي او د غوره ورزشکارانو موندل و.