ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د دوو کلیو د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د خیروکاریز او پوټي کلاچي کلیو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې دخیروکاریز کلي ورزشکارانو بریا خپله کړه.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
