د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ اسيا ملتونو جام سياليو او د نوموړيو سياليو تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه ټايلنډ هيواد ته روانه شوه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ م کال اسيا ملتونو جام سياليو او نوموړيو سياليو ته په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن سهار ټايلنډ هيواد ته روانه شوه.
د دې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د فوټبال ملي فدارسيون رئيس محمد يوسف کارګر، د ورزش ادارې او فوټبال فدارسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدارڼ، د ساحلي فوټبال د کمېټې مسوول سيد داوود شاه مرتضوي او له نوموړې لوبډلې سره تلونکي هیئت شتون درلود.
په دغو مراسمو کې د فوټبال فدراسيون د رهبري له لوري د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته لازمې لارښوونې وشوې او هم ورته په يادو مهمو سياليو کې د بريا هيله او دعا وشوه.
د ساحلي فوټبال اسيا ملتونو جام سيالۍ ۲۰۲۵ م د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر ۲۰ مه نېټه د ټايلنډ هيواد په کوربتوب پيليږي، چې افغانستان په ((C )) ګروپ کې د ايران، متحده عربي امارات او اندوينزيا له ساحلي لوبډلو سره سيالۍ لري.