All News
هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال ډبل ناک اوټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د ګرمسېر ولسوالۍ په هزار جغت فوټبالي حوزه کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ډبل ناک اوټ (تګ راتګ) سيالۍ پيل شوې.
. . .خوست؛ د تڼیو ځوانانو د یووالي په نوم د کبډي سیالیو اتلولي د تڼي ذبيح لوبډلې وګټله
د خوست ولایت ورزشي امرت اړوند د کبډي فدراسیون له لوري د تڼیو ځوانانو د یووالي په نوم د کبډي سیالې د تڼي ذبيح لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د کبډي دغه سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې. . .
هلمند؛ لمر لوبډلې د ګرمسېر ولسوالۍ د فوټبال حذفي جام سیالیو اتلولي خپله کړه
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال ناک اوټ يا حذفي سيالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې د ١٤ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د لمر. . .
زابل؛ شيخ متي بابا لوبډلې د محمد هوتک په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د دې ولایت په مرکز قلات ښار کې، د محمد هوتک په نوم د څلور لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې پنځه ورځې يې دوام. . .
بلخ؛ د بلخ او سمنګان ولايتونو ترمنځ د جودو سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د دې رشتې د ګڼو مينه والو په شتون کې د جودو سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د دواړو ولايتونو ورزشکارانو. . .
خوست؛ د ځنځي خېلو په ترکۍ کلي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ ځنځي خېلو په ترکۍ کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د لټکوال کلب لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې شل ورځې یې دوام وکړ پایلوبې ته. . .
پکتیکا؛ د مرکز ښرنې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چالاک لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال فدراسیون له لوري په مرکز ښرنه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چالاک لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو. . .
په پکتیا کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ د احمد ابا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز ګردېز اړوند منګل اباد سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي احمد ابا لوبډلې خپله کړه.
د دغو. . .
زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت شاه جوی ولسوالۍ په چینو سیمه کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو. . .
