زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د اوو کلبونو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۵۵
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د اوو کلبونو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اوو کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ په څلورو عمري کټگوريو کې د ارواښاد استاد عبدالرقيب عظیمي په نوم د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې درې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې استاد مسرور کلب لومړی، استاد يارمل کلب دويم او استاد مردان کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو او کلبونو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS